هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د بهسودو ولسوالۍ اړوند څيړنيز فارم کې د ۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت د شپږو پروژو چارې پيل شوې.
د ننګرهار والي ګلاب منګل وویل، د دغه پروژو په پلي کیدو سره به په سیمه کې د امنیت په ټينګښت ، کوکنارو مخنيوي او د کورنيو کرنیزو تولیداتو په زياتوالي کې د پام وړمثبت بدلونونه رامنځته شي .
هغه له ټولو بزګرانو غوښتنه وکړه ، چې په زراعتي ځمګو کې ساختماني ودانۍ او د هستوګني کورونه جوړ نکړي او د کرنيزو ځمکو څخه د بڼونو په جوړولو او د اصلاح شوو تخمونو په کښت کې ګټه واخلي، څو دغه ولايت د زراعتي محصولاتو په برخه کې بسیا او نورو ته اړنشي .
فرهاد شهرانی
ننګرهار کې د شپږ پروژو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.