ننګرهار کې د شفتالو حاصلات زیات دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې سږ کال د ۵ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت لس زره ټنه شفتالو تولید شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، سږ کال په شاوخوا ۵ زره جریبه ځمکه کې د نورو ترڅنګ د شفتالو باغونه کرل شوي،چې د ۵ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت یې لس زره ټنه شفتالو تولید کړي دي .
په ختیځ کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مشر انجینر رحمت ګل سیرت وایي،د کرنې او مالدارۍ وزارت په لارښوونه یې په ختیځ کې په ۱۱ زره جریبه ځمکه کې د شفتالو،ستروسو،بادام، زردالو،انګورو او یو شمیر نورو میوه جاتو باغونه جوړ کړي،چې سږ کال یې د پخوا په پرتله د پام وړ حاصلات ورکړي دي .
په ننګرهار کې باغداران وایي، چې د املوکو،الوچو او نارنجو ونو ترڅنګ یې سږ کال د شفتالو باغونو ښه حاصلات ورکړي،چې د دوی او لسګونو کاریګرو ته یې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د دوی په اقتصاد کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کړی دی .
همدا راز د تازه مېوو کاروباري نعمت الله وایي، چې د هېواد بېلابېلو سیمو سربېره پاکستان ته هم تازه مېوه صادروي او وطني شفتالو یې تر نورو ښه بازار لري
فرهاد شهرانی

Comments