ننګرهار کې د سولې او افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې قومي مشرانو ځوانانو او د مدني ټولنو استازو په یوه ناسته کې د سولې دملي پروسې او د افغان ځواکونو ملاتړکړی دی.
په یاده جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو د جګړې له ښکېلو اړخونو په ځانګړي ډول له وسلوالو طالبانو غوښتي دي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په هېواد کې د یوې باعزته سولې د راتګ لپاره هڅې وکړي.
د غوڼدې ګډونوالو د افغان امنيتي ځواکونو د ملي ورځې (دکب ۹)په ویاړ سرتېرو ته مبارکي ورکړه او د دوی د قربانیو ستاینه یې وکړه.
فرهاد شهراني

Comments