ننګرهار کې د راکټ انداز اته فیره مرمې نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د امنیتي ځواکونو په ځانګرو عملیاتو کې یو موټر کې د راکت اته فیره مرمې چې ډیر په مهارت ځاې پرځاې شوي وو ونیول شو.
نیول شوي مرمي د ننګرهار په مومندرې ولسوالې کې له یوه سوزوکي ډوله موټر کشف شوي دي.
د چارواکو په وینا نيول شوي کسان دوه د خيبر پښتونخوا او دوه د مومندرې ولسوالۍ اوسيدونکي دي.
یادو کسانو اعتراف کړی، چې دغه مرمۍ يې د تخريبي کړنو په موخه وسله والو مخالفينو ته ليږدول چې امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
یاده دې وي چې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو هلو ځلو په لړ کې هیواد دننه د طالب وسله والو او داعش تړهګرو ډلو د وسلو ډیرې ځیرمې او او پټنځایو یا نیول شوي او یا هم لاس ته راغلي دي،
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply