ننګرهار کې د دولت ضد وسله والې ډلۍ شپږ کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د افغانستان څارګرې ادارې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې په ځانګړو عملیاتو کې د دولت ضد مخالفې ډلې شپږ کسان وژل شوي دي.
د خپر پاڼه له مخې، تیره شپه د ملې امنیت ځانګړو ځواکونو د شیرزادو ولسوالۍ په طوطو سیمه کې عملیات تر سره کړي چې پر مهال یې ۶ وسلوال طالبان وژل شوې دي.
د ملي امنیت ریاست څخه د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله د عملیاتو پر مهال د یوه اندازه سپکو وسلو سربیره دوه موټر بم چې وسلوالو غوښتل په راتلونکې کې یې پر مټ په جلال آباد ښار کې ترهګریز بریدونه تر سره کړي له منځه وړي دي.
خبرپاڼه زیاتوې د عملیاتو پر مهال دوه تنه وسلوالو طالبانو سره د اړیکو په تور هم نیول شوې دي.
وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرها شهراني

Comments