ننګرهار کې د داعش ډلې ۹۹ غړي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د افغان امنیتي چارواکو په وینا د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ننګرهار په پچیراګان او چپرهار ولسواليو کې دداعش وسله والې ډلې ۹۹ غړي وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي یاد عملیات د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د سیلاب څلور،اووم نمبر په نوم عملیات،چې نږدې ۶ میاشتې وړاندې پیل شوي وو ترسره شوي دي.
یادو عملیاتو په ترڅ کې د دولت مخالفې دلې ۹۹ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
د امنیتي چارواکو په وینا یادو عملیاتو کې یې اته شکمن کسان نیولي او ۷ عرادې وسایط له مخالفینو هم تر لاسه شول شوی دي.
د پیل شوو نږدې شپږ میاشتنیو عملیاتو په ترڅ کې د چپرهار او پچیراګام ولسوالیو ټولې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې شوي او د مګړۍ په یادو ولسوالیو کې خلک په عادي ډول ژوند کوي .
خلکو ته د عادي ژوند برابرولو په موخه د عملیاتو په ترڅ کې یو شمیر امنیتي منسوبینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه .
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply