ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلې 15 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار امنیتي چارواکو په وینا د افغان او داعش ترمنځ په نښته کې د داعش وسله والې ډلې 15 کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا نښته د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.
چارواکي وایي داعش ډلې تیره شپه د دې ولسوالۍ په لکړۍ سیمه کې د پولیسو په پوستو برید وکړ، چې د افغان ځواکونو په مقابل برید کې یې داعش وسله والې ډلې ته یاده مرګ ژوبله واړله.
د امنیتي چارواکو په خبره د نښتې په لړ کې د پولیسو لاسته یو شمیر سپکې او درنې وسلې هم په لاس وړغلي.
فرهاد شهراني

Comments