ننګرهار کې د داعش وسله والې ډلې درې غړي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر پاڼه کې راغلې چې تیره ورځ شاوخوا څلور نيمې بجې د چپرهار ولسوالۍ د ترکو ملا سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د کمانډر مشهور په خراساني په نوم قومندان په ګډون درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
خبر پاڼه وايي، ياد وسله وال په يوې کرولا ډوله موټر کې سپاره وو، چې په هوايي بريد کې يې موټر او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې ملي امنيت موظفينو د حشمت په نوم يو وسله وال طالب، چې په چبرهار ولسوالۍ کې يې ترهګریز فعالیتونه کول نیولی دی، نيول شوي کس په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.
فرهاد شهراني

Comments