ننګرهار کې د داعش مهم قومندان وژل شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، د داعش مهم قوماندان ابو ذر د خپلو اتو ملګرو سره ووژل شو.
د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، ابوذر او د هغه اته ملګري تیره ورځ خوږياڼو ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې هوايي برید کې وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې ابو ذر د خوږياڼو په لرو پرتو سيموکې دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش د ننګرهار په خوږیاڼو او اچین کې ترسختو بریدونو لاندې دي او وروستۍ ساه ګانې وباسي.
فرهاد شهراني

Comments