ننګرهار کې د داعش درې سرګروپان وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په اچین،کوټ او غني خیلو ولسوالیو کې هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې د دوو سرګروپانو په ګډون ۴ داعش او یو طالب وسله وال ووژل شول او درې نور طالبان ټپیان دي .
د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي واي، د اچین ولسوالۍ د پېښې په تنګي او میرانو سیمه کې د هوایي بریدونو له امله د دوو سرګروپانو ابراهیم او ازبک په ګډون ۴ داعش وسله وال ووژل شول.
د خوږیاڼي په خبره، همدا راز د کوټ ولسوالۍ په غونډۍ سیمه کې د هوایي برید له امله د عبیدالله په نوم وسله وال طالب ووژل شو او د فیصل په نوم بل ملګری یې ټپي شو.
په همدې حال کې د غني خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي مؤظفینو سره د نښتو له امله ۲ د وسله وال طالبان ټپیان شوي دي
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply