ننګرهار کې د داعشیانو ماین دری ماشومان شهیدان کړي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار سیمه ییز چارواکو په وینا دداعش وسله والې ډلې په یوه ځای پر ځای شوي ماین کې ماشومان شهیدان شوي دي.
د چارواکو په وینا، ځای پر ځای شوې ماین د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ اړوند شیرالله کلا سیمه کې پر ماشومانو چاودنه کړې چې له امله یې درې ماشومان شهیدان شوي دي.
د معالوماتو له مخې دغه ماین داعشیان په عمومي لاره کې ځای پر ځای کړی و، چې د ماشومانو په ورتګ سره یې چاودنه کړې چې پر مهال یې درې ماشومان چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۳ کالونو ترمنځ دي شهیدان شوي دي.
یاده دې وي چې تردې وړاندی هم د داعش او طالب وسله والو په ځای پر ځای شوي ماینونو کې ډیر شمیر ماشومان او ښخې شهیدان شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments