ننګرهار کې د جماعت الاحرار اوه غړي وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د نیوز انترنیشنل ورځپاڼه لیکې چې جماعت الاحرار ډله وایې چې ددې ډله اوه غړي د افغان ځانګرو ځواکونو په عملیات کې ننګرهار کې وژل شوي دي.
ددغې ډلې ویانډ اسد منصور یادې ورځپاڼې ته ویلي: افغان ځانګرو ځواکونو مهمند ایجنسې او ننګرهار ترمنځ زمونږ پر پټنځاې عملیات ترسره کړي چې له امله یې زمونږ اوه غړي وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، ددغې ډلې په وژل شویو کسانو کې د مهمند ایجنسي شپږ د خیبر پښتونخوا یو غړي په ګدون اوه تنه وژل شوي چې دوه قوماندانان هم پکې شامل ول.
د اسد منصور په وینا وژل شویو کسانو کې قوماندان عادل باچا، ولي خان آکا حارث، عبدالرحمن، قاری سعید، دشظه اکا شامي او امجد اکا غرسنې شامل دي.
نوموړي یاده کړه چې تردې وړاندې هم افغان او امریکایې ځانګړو ځواکونو ددوې پر پتنځایونو حملې کړې چې له دې امله ددې ډله ډیرې غړي وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان میشت وسله والې ډلې په دې هڅه کې دي چې خپل امن ځایونه له پاکستانه افغانستان ته انتقال ورکړي ترڅو وکولاې شي نړیوالو هیوادونو ته افغانستان د ترهګړو امن ځاې وروپیژني.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply