ننګرهار کې د تریاکو ۴ قاچاق کوونکي نیول شوي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوي اعلامیه کې راغلي، چې په ننګرهار ولايت کې د دېرش کيلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
طارق آرين رسنيو ته په خبرو کې وویل، د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې پنځلس نيم کيلو ګرامه نشه يي توکي له يو موټر څخه ترلاسه شوي دي.
ارین وايي، پولیسو په دوو جلا جلا عملیاتو کې چې د نشه يي موادو د پرچون خرڅوونکو د نیولو په هدف ترسره کړی دی چې پکې (۱۳) کیلوګرامه چرس د خرڅلاو پر مهال نیول شوي دي.
فرهاد شهرني

Comments