ننګرهار کې د ترهګرۍ ضد خیمه ودریدله

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت ځوانانو، مدني فعالانو او دنظر خاوندانو نن په جلال آباد ښار کې د پرلت لپاره خېمه هم ودروله .

دوی پرمخالفو جنګیالیو او افغان دولت غږ وکړ چې سوله وکړي.

دغه پرلت کوونکو هم د هلمند هغو په څېر د سولې لپاره د اوربند وړاندېز وکړ.

لومړی په هلمند کې د پرلت خېمه درول شوې  چې اوس د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې ورته فعالیتونو زور اخیستی .

تېره ورځ ناوخته خوست ولایت کې هم د پرلت خیمه ودریدله چې د ترهګرۍ ضد او سولې په ملاتړ پکې خلک راټول شوي.

Comments