ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ کسان ټپیان شول

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: دغه ترافیکي پیښه د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ د ۲۸ مې او ۲۷ مې ويالو ترمنځ سيمه کې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، یاده پیښه د دوو ټيلر موټرو او دوو سوزکي ډوله موټرونو د ټکر کېدو له امله رامنځ ته شوې چې ټپیان ټول نارینه دي.
د مالوماتو له مخې، په ټپیانو کې یو کلینډر او يو ډریور هم شامل دي او په ټپیانو کې د دو تنو حالت نازک ښودل شوی چې د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments