ننګرهار کې د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې اته تنه داعش وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د افغان امنیتي ځواکونو هوایې او ځمکنې عملیاتو کې د ننګرهار په مومندرې سیمه کې اته تنه داعش جنګیالي وژل شوي دي.
حضرت حسین مشرقي وال د ننګرهار امنیه قوماندانې وایي چې یاد عملیات د اچین ولسوالۍ مومندرې په سیمه کې ترسره شوي چې اته داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې تیره ورځ داچین ولسوالۍ مومندرې په سیمه کې امنیتي ځواکونودداعش وسله والو په پتڼځایونو هوایي او ځمکني بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یاد وسله وال وژل شوي دي .
مشرقیوال وویل چې یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دې اوښتې خو افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د لاندې باسول او ۲۸ ویالي په سیمه کې نښته شوې چې له مخه یې وسله وال طالبان شاه تګ ته اړیستل شوي دي.
ویل کیږې چې ننګرهار کې اوسمهال دولت دوو ارخونو پر وړاندې پر جګړې بوخت دي چې طالبان او داعش ډله ده.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply