ننګرهار کې دیني عالمانو دطالبانو له خوا دتاوتریخوالي دوام غندلی دی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې لسګونو دیني عالمانو په یوه جوړه شوې ناسته کې دافغان حکومت له لوري داوربند وړاندیز ستایلی او دوسلوالو طالبانو له لوري دجګړې دوام یې سخت غندلی دی.
یادو دیني عالمانو،په هېواد کې روانه جګړه ناورا او غیر مشروع وبلله او له وسلوالو طالبانو څخه یې وغوښتل،چې دافغان حکومت له لوري داوربند وړاندیز ومنئ او له جګړې لاس واخلئ.
دوی وایي،دجګړې د دوام له امله ډیری کورنۍ بیځایه شوي او دفقر لاندې ژوند کوي.
فرهاد شهراني

Comments