ننګرهار کې دوو پاکستانیانو په ګدون درې انتحاریان نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې،د ملي امنیت ځواکونو په مرکز جلال‌اباد او شینوارو ولسوالۍ کې درې انتحاري بریدکوونکي چې دوه یې پاکستانیان دي نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، دې کسانو پر یوې حکومتي ودانۍ د حملې پلان درلود.
نوموړي زیاته کړه:”د ملي امنیت منسوبینو په جلال‌اباد ښار او د شینوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۲ پاکستانیانو په ګډون ۳ ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې پر یوه حکومتي اداره ډله‌ییز برید وکړي نیولي دي.”
ښاغلي خوګیاڼي ونه ویل چې دا کسان د کومې ډلې و او پر کومې ادارې د حملې پلان یې درلود، خو هغه یادونه وکړه چې له دې کسانو څخه له چاودېدونکو موادو ډک دوه واسکټونه، د ماین کېپسولونه، یو کمپیوټر او نور وسایل ترلاسه شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments