ننګرهار کې دوه کسان هدفي وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په بېلا بېلو پېښو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
تېره شپه د سره رود ولسوالۍ په اړوند سیمه کې ناپيژانده وسله والو د قوماندانۍ اړوند یوه پولیسه وژلې ده .
سرچینه وایي، همداراز د مومندرې ولسوالۍ په هزار ناو سیمه کې د محصل خان په نوم یو خیاط هم نامالومه وسله والو وژلی دی.
سرچینه وایي، طالبانو بیا تېر مازیګر د تورخم جلال آباد پر لویه لار د بټي کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د بار وړونکو موټرو اته موټر چلوونکي او یو موټر برمته کړی.
سرچینې وویل بهرنیو ځواکونو د نازیانو ولسوالۍ په میلوي خوله سیمه کې هوایي برید کړی چې یو داعش وسله وال وژل شوی دی.
فرهاد شهراني

Comments