ننګرهار کې دوه چاودنې شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې نن سهار چاودنې یو سرتیری ټپي کړی دی.
یوې سرچینې رسنیو ته وویل چې نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې بهسودو ولسوالۍ پل پوستې ته څېرمه دوه چاودنې شوي دي.
سرچینه وایي، یوه چاودنه هیڅ تلفات نه لري او بلې چاودنې یوازې یو سرتیری ټپي کړی دی.
د سرچینې په خبره تراوسه په دې اړه څوک نه دي نیول شوي.
فرهاد شهراني

Comments