ننګرهار کې دوه ځانمرګي نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار ولایت مقام وايي، ملي امنیت دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې ونیول .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د ملي امنیت مؤظفینو د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د یو پاکستاني په ګډون دوه ځآنمرګي بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې ونیول،چې د کب په ۷مه یې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته وښودل شول .

میاخیل رسنیو ته وویل، د ملي امنیت ځواکونو دوه ځآنمرګي بریدګر،چې په پلازمینه کابل کې د تروریستي برید پلان درلود، د ځآنګړو عملیاتو پر مهال د جلال اباد ښار ۷مې ناحیې اړوند درونټې په سیمه کې نیولي دي .

هغه زیاته کړه،یاد بریدګر د خادم الله په نوم پاکستانی او عثمان په نوم د کونړ ولایت د وټپور ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي دي،چې د هسکې مینې ولسوالۍ څخه په جعلي تذکرو د داعش ډلې له لورې کابل ته استول کیدل،چې د ملي امنیت بیدارو ځواکونو له لورې په نیول کېدو سره د خونړۍ پېښې د رامنځته کېدو مخنیوی وشو.

ښاغلی میاخیل وایي، د ملي امنیت مؤظفینو همدا راز د غلام مصطفی په نوم د جنګي طالبانو هغه غړی،چې د بې غږه تفنګچو په وسیله یې د ملکي مامورینو د وژنې پلان درلود،موخې ته تر رسیدو وړاندې د بهسودو په ثمرخیلو سیمه کې ونیوه.

د ننګرهار ملي امنیت رئيس تورنجنرال نظرعلي واحدي وویل،ملي امنیت ځواکونه به په دې ولایت کې د طالبانو او داعش ترڅنګ نورو تروریستي ډلو ته د تخریبي کړنو اجازه ورنکړي او تر دې وړاندې هم هغه ورانکارې ژوندي نیولي،چې په دې ولایت کې د شومو کړنو پلانونه درلودل .

د ځآنمرګو بریدونو د ترسره کولو په موخه د داعش ډلې له لورې چمتو شوو کسانو او د ملکي مامورینو د وژنو په موخه د جنګي طالبانو نیول شوي کس پخپلو کړنو اعتراف کړی دی .

د یادونې وړده،چې تېره اونۍ هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې نږدې لس زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې او ګڼ شمیر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور تر نیولو وروسته رسنیو ته وښودل شول .

سپوژمی پوپلزی

Comments