ننګرهار کې دوه ټرافیکي پېښې شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په بهسودو او خوږیاڼو ولسوالیو کې دوه ټرافیکي پېښې شوي چې دوه تنه پکې مړه شوي او ۷ نور ټپيآن دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ګمرک په سیمه کې کرولا ډوله موټر له ټيلر موټر سره ټکر کړی چې یو تن پکې مړ شوی او دوه نور ټپيآن دي.
د خوږیاڼي په خبره، د خوږیاڼو په حلقوي سړک هم د رینجر موټر او کرولا تر منځ ټکر شوی چې یو تن پکې مړ شوی او دوه میرمنې او دوه نارینه پکې ټپيان شوي دي.
د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ګړندۍ تګ ښودل شوی دی.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply