ننګرهار کې دوه تنه له یو شمېر چاودېدونکو توکو، نشه يي توکو او یو میل وسلې سره ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د دوه بېلو عملیاتو په پایله کې دوه تنه له یو شمېر چاودېدونکو توکو، نشه يي توکو او یو میل وسلې سره یو ځای نیولي دي.
د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې یو کس له یو شمېر چاودېدونکو توکو سره یو ځای نیول شوی دی.
همداراز د غني خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کس له یو شمېر نشه يي توکو سره د تریاکو له ډوله او یو میل کلاشینکوف سره نیول شوی دی.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.
فرهاد شهراني

Comments