ننګرهار کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس چې ۱۳ کیلوګرامه چرس یې په یوه موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، نیولی دی.
همداراز له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي له یو اندازه چرسو سره یو ځای نیولي دي.
فرهاد شهراني

Comments