ننګرهار کې درې ازبکستاني داعشیان په نښه شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکایي بی پیلوته الوتکو په برید کې درې داعشیان وژل شوي دي.
د یادو ولایت سیمه ییزو چارواکو په وینا، برید د دغه ولایت په هسکه مېنه کې شوې چې له امله یې درې ازبکستاني داعش وسله وال وژل شوي.
د خبر پانې پر بنسټ دهسکې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ سیمه کې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې د داعش وسله والو پر پټنځايونو بريدو کړی، چې په ترڅ کې يې درې ازبکستاني داعش وسله وال وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
خبرپاڼه کاږي دغه برید کې د یادې ډلې پټنځايونه او يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ورته وخت کې د ملي امنیت موظفینو دکوټ ولسوالۍ لاغرجو سيمه کې د وسله والو مخالفینو يو مخفي ځاې کشف کړې چې پکې پنځه ځای پر ځای شوي ماينونه کشف شوي چې د ملي اردو انجينرۍ ټيم له لوري لمنځه وړل شوي.
داعشیان او طالبان په دې هڅه کې دي چې یاد ولایت کې نا امني ته لمن ووهي او وکولاې شي طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو یو دهلیز جوړ کړي چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاند لوی ښند ګنل کیږي.
فرهاد شهراني

Comments