ننګرهار کې دداعش ډلې څوارلس غړي وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د بهرنیو ځواکونو بې پیلوته الوتکې برید که دداعش ترهګړې ډلې ۱۴ تنه مړه او ګن شمیر ټپیان شوي دي.
یاد شوې برید د ننګرهار په اچین ولسوالې کې ترسره شوې ده
عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته وویل: د اچین په مامندمرغي او سات خان سیمو کې بې پيلوټه الوتکې د داعش په وسله والې ډلې هوايي برید کړی چي مرګ ژوبله یې اړولې ده.
نوموړي زیاته کړه: د داعش وسله والې ډلې وژل شوي وسله وال چې یوه ښځه هم په کې شامله ده ډیری یې بهرنیان دي چي ګومان کیږي دازبکستان اوعربي نړۍ وګړي وي.
دا په داسې حال کې ده چې ورته هوایي بریدونو کې دداعش ترهګرې ډلې قوماندانانو په ګدون زیات شمیر غړي تردې مخکې ننګرهار، سرپل، بدخشان او کنر کې له منځته تللي دي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply