ننګرهار کې دداعش ډلې مهم غړی وژل شوې دې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار امنیه قوماندانې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې دداعش دغه ولایت کې دداعش مهم غړي وژل شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو په هوایې برید کې دداعش ترهګرې ډلې یو مهم غړی قاري زاهد تیره ورځ اچین ولسوالۍ کې وژل شوې دې.
سرچینه زیاتوي چې نوموړي په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د ویاندۍ دنده هم په غاړه درلوده.
خبرپانه زیاتوي چې نوموړې د امریکايي ځواکونو اړوند بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د باغ درې په سیمه کې وژل شوې چې په برید کې د قاري زاهد سربیره نورو داعشیانو ته هم ځاني زیان اوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده چې هندوکش خبري ویب پاڼې ته سیمه ییز چارواکو ویلي چې اوسمهال دغې سیمه کې د پاکستاني طالبانو بیلا بیلې ډلې فعالیت کوي او په دې هڅه کې دي چې سیمه کې پټنځایونه برابر کړي.
د یادونې وړ دې چې تردې وړاندې هم د امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې طالبانو ترڅنګ ډیرې داعش ترهګر هم وژل شوي چې د پاکستان اوسیدونکي وو.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply