ننګرهار کې دداعش ډلې فعالیت محدود شوې دې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په یوه خبري ناسته کې د ننګرهار والي ګلاب منګل وویل چې دداعش ډلې د ګواښ کچه ننګرهار کې کمه شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: که څه هم دداعش ترهګرې ډلې فعالیت په ننګرهار کې په بشپړه کمه شوې نه ده خو داعش اوسمهال افغانستان ته لوی ګواښ نه ګنل کیږي.
ګلاب منګل وویل : که څه هم د داعش فعاليتونه د ننګرهار په څو ولسواليو کې شته؛ خو د پخوا په پرتله محدود شوي او داعش ډله کمزوره او ځپل شوې ده.
نوموړې تیرو عملیاتو په اړه وویل: هغه عمليات چې افغان ځواکونو د داعش پر ضد په اچين، هسکه مينه، کوټ او يو شمېر نورو سيمو کې وکړل د داعش په ځپلو کې ډير اغيزناک و
دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي افغان ځواکونه اوس هم هره ورځ د داعش او نورو وسله والو د ځپلو لپاره بېلا بېل عمليات پلانوي او له همدې امله داعش ډله په کوچنيو ګروپو او محدودو سيمو کې پاتې دۍ، چې پخوا د هغوی فعاليتونو پراخ و او د فعالیت سیمه یې ډېر وو.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply