هندوکش – ننګرهار: د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې دداعش ترهګرې دلې دری غړي د ننګرهار هسکې مینې کې وژل شوي دي.
هسکې مینې نه سیمه ایز چارواکي وایي: د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوایي برید په ترڅ کې څلور بهرنی داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وایي پیښه د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند ماڼو ګانو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یې دوه بهرني داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
سیمه ایز چارواکي وایې : چې هوایې برید له امله د وسله والو مخالفین وسلو او مهمات ترڅنګ نقلیه وسیلې او پټن ځایونه هم له منځه تللي دي.
سیمه کې عیني شاهدان وایې چې هوایي برید کې ملکي وګرو ته تاوان نه دې اوښتې.
په دی اړه تر اوسه داعش وسله والې ډلې بیا څه نه دي ویلي.
ننګیالې کوهنورد
ننګرهار کې دداعش ډلې دوه بهرني جنګیالي وژل شوي دي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.