ننګرهار کې دداعش وسله والې ډلې غړي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکو په ځانګړو عملیاتو کې دداعش وسله والې دلې څلور کسان وژل شوي دي.
د خبر له مخې د ملي امنیت ځواکونو د د نازیانو ولسوالۍ د بارخیلو په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په عملیاتو کې درې د بریدونو د تنظیم مرکزونه له منځه وړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې د دوو تنو بهرنیو داعشي ترهګرو په ګډون ۴ تنه داعشیان وژل شوي او ځینې ژوندي نیول شوي دي.
په عملیاتو کې د داعش اړوند ګن شمیر وسلې او مهمات د ملي امنیت ځواکونو لاس ته غورځیدلي دي.
د بله پلوه په نازیانو ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې په ځینو پټنځایونو درانده هوايي بریدونه هم شوي دي چې په ترڅ کې ګن شمیر داعشیان له منځه وړ شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments