ننګرهار کې دداعش او طالبانو جګړو خلک بې ځایه کړي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملګرو ملتونو ځینو ادارو ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د تېرې مارچ میاشتې راهیسې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړې شدیدې شوې او زرګونه کسان ددې جګړو له امله بېځایه شوي دي.
په یوه راپور کې راځي چې د ننګرهار له دوو ولسوالیو خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالۍ تر ۵۶ زره پورې کسان بېځایه شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی بیا وايي چې په یادو سیمو کې جګړې شدیدې شوې دي خو تر دې دمه د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې کورنۍ بېځایه شوې دي.
بل پلو له کونړ ولایت هم راپورونه وایي چې په دغه ولایت کې دداعش حضور ډېر شوی دی او سلګونه کورنۍ له بېلابېلو ولسوالیو د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.
فرهاد شهراني

Comments