ننګرهار کې داعش وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتو کې داعش وسله وال وژل شوي دي.
یوې سرچینې هندوکش ته ویلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکنو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ ځنګل کلي کې عملیات کړي چې څلور داعش وسله وال یې وژلي دي.
په دې ځانګړو عملیاتو کې د داعش دوه مرکزونه هم له منځه تللي دي.
د عملیاتو پرمهال د داعش وسله والو او ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري نښته هم شوې خو ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته پکې زیان نه دی رسیدلی.
فرهاد شهراني

Comments