ننګرهار کې داعش نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وايي، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې یې د داعش درې مهم کسان نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، په نیول شویو کسانو کې د داعش د مطبوعاتو یو مهم کس او داعشیانو د ځآنمرګو لارښود هم شامل دی.
دا کسان د صفر دوه قطعې په عملیاتو کې تېره شپه د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې ښار کې یې بیلابیل فعالیتونه کول چې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.
فرهاد شهراني

Comments