ننګرهار کې داعش نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، افغان ځواکونو په مرکز جلال اباد ښار کې ۱۲تنه داعش وسله وال نیولي.
باوري سرچینو ویلي تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار وچ ډنډ سیمه کې عملیات کړي، چې دولس داعش یي نیولي دي.
سرچېنه وایي،عملیات د جلال اباد ښار دویمې حوزې اړوند سیمه کې شوي او په خبره یې په نیول شویو کسانو د داعش ډلې هغه مسؤلین هم شامل دي چې په ښار کې یې بریدونه پلانول او جلب او جذب یې کاوه.
وروسته له هغې چې داعش وسله والو په کلیو کې ماتې وخوړه ځینو یې ښارونو ته مخه کړې چې افغان ځواکونه یې په تعقیب دي.
فرهاد شهراني

Comments