ننګرهار کې داعش او طالب ترمنځ نښته رامنځته شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار غړه ایز سیمه کې طالب او داعش ترمنځ نښتې له امله ددوارو ډلو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نښته د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې ترسره شوې ده.
سیمې کې ځايي خلک وایي چې دا نښته پرون سهار رامنځته شوې ده چې له امله یې طالبان پکې ټپيان دي.
ددې ولسوالۍ اوسیدونکو په وینا د سپين غر د وزيرو تنګي د (څپري) په سيمه کې طالبان پوستې لري، چې د يخنۍ له کبله پکې د شپې نه پاتې کيږي.
د اوسیدونکو په وینا وړمه شپه د داعش وسله والو په همدې سيمو بريد وکړ او د طالبانو دوه پوستې يې وسوځولې، چې پرون سهار مهال طالب جنګيالي هم سيمې ته ورسېدل او تر ماښامه نښته روانه وه.
داعش وسله والۍ ډلې پیښه تاییده کړه خو تر اوسه دولتي چارواکو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply