ننګرهار کې داعشیان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په نازیانو کې د دولت مخالفې ډلې دوه غړي د ځانګرو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیې قوماندانې د یو خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نازیانو ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي برید په ترڅ کې دوه داعش وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تېره ورځ ناوخته د نازیانو ولسوالی اړوند دوه خولې په ساحه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د وسله والو مخالفینو په پټنځای هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي.
د سرچیني معلوماتو په اساس، په دغه هوایي برید کې ملکي وګړو او د امنیتي ځواکونو منسوبینو ته زیان ندې اوښتې .
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه هم دوام لري. د
فرهاد شهراني

Comments