ننګرهار کې خپل منځې نښتو له امله څلور کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې خپل منځي نښتو کې د یوې ښځې په ګدون څلو تنه وژل شوي دي.
د خبر له مخې، ، تیره شپه ماښام مهال د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په غزیزخیلو سیمه کې یو تن د خپلو تره زامنو د کورنۍ د یوې میرمنې په ګډون درې تنه په ډزو وژلي او د یوې انجلۍ په ګډون درې نور یې ټپيان کړي دي.
د خبرپانې په حواله نښته د یادو کورنیو د خپل منځې اختلافاتو له امله رامنځ ته شوې او د پېښې له ځایه د جلال آباد حوزې روغتون ته د یوې ماشومې نجلۍ په ګډون درې تنه ټپیان راوړل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې لرې پرتې سیمو کې اکثرا داسی کړنې ترسره کیږي چې له امله یې ښځو په ګدون ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوړلي.
فرهاد شهراني

Comments