ننګرهار کې جومات ترڅنګ چاودنې ۶ کسان ټپیان کړي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د هندوکش خبري ویب پاڼې خبریال فرهاد شهراني د یوې تیلفوني اړیکي په وسیله وویل چې چاودنه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو د ۱۶ فامیلیو په سیمه کې شوې ده .
د نوموړي په وینا، چاودنه د یو جومات ترڅنګ په زرنج موټرسایکل کې شوې چې له امله یې 6 کسان ټپیان شوي دي.
د جلال آباد ښار ځايي مقاماتو خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د پیښې قربانیان ډیری ماشومان دي‌ .
پدې پيښه کې یوه ښځه هم ټپۍ شوې ده.
ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او درملنې لاندې نیول شوي‌ دي.
د چاودنې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي‌ چې دا برید د طالبانو لخوا شوی وي.
چاودنه د جومات ترڅنګ چې ټولټاکنو د نوم لیکنې لړۍ پکې روانه ده شوې ده .
فرهاد شهراني

Comments