ننګرهار کې ترور کوونکي ډله نیول شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، په ننګرهار کې هغه ډله نیول شوې چې پر پاڅون کوونکو یي بریدونه کول.

د ننګرهار والي ویاند وایي، پر دغې ډلې تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې دملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي دي.

د والي  ویاند وایي چې په دغو عملیاتو کې پنځه طالبان وژل شوي او پنځه شکمن یي نیولي دي.

مسوولین وایي، دغې ډلې د بټي کوټ ولسوالۍ په لچه پور سیمه کې پر پاڅون کوونکو بریدونه کړي وو.

فرهاد شهراني

Comments