ننګرهار کې برید 53 تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

ننګرهار کې برید 53 تنو ته مرګ ژوبله اړولې دهندوکش – ننګرهار: په جلال آباد کې څو پرله پسې چاودنو تر 50 ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر پاڼه کې راغلي چې تیره شپه د کرکټ په لوبغالي کې پر له پسې چاودنې شوي چې له امله یې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې ده.
بیان له مخې تیره شپه د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د بهسودو پل ترڅیرمه د کرکټ په لوبغالي‌ کې په ځايي‌ وخت د شپې په ۱۱ بجو او شلو دقیقو څو پرله پسې چاودنې وشوې چې په ترڅ کې اتو تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۴۵ تنه نور ټپیان شول.
په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي‌ چې په وژل شوو کسانو کې د ننګرهار ولایت د وطنپاله ځوانانو په نامه د مدنې ټولنې مشر او د لغمان ولایت د ښاروال مرستیال هم شتون لري.
د بیان له مخې د ټپیانو نه ۷ تنه د درملنې نه وروسته رخصت شوي‌ او ۳۷ تنه نور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې قرار لري.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې طالبان هلمند کې ورته برید د کرکت پر مینه والو ترسره کړې وو چې له امله یې ډیر شمیر ملکي کسان وژل شوي وول.
د یادونې وړ ده چې تردې دمه د پیښې مسوولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دې اخیستې.
فرهاد شهراني
ه

Comments