ننګرهار کې برښنا اضافه شوه

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د شل مېګاواټه برېښنا په ظرفيت سره څلورم ترانسفرمر چې د درې نيم ميليونو ډالرو په لګښت رغول شوی ګټې اخېستې ته وسپارل شو.
ننګرهار والي حيات الله حيات وايي، د دغه ټرانسفرمر په فعاليت سره ننګرهار کې د برېښنا ظرفيت ۷۶ مېګاواټه ته پورته شو، چې د پرچاوۍ ستونزې د حل ترڅنګ به فابريکو ته هم د برېښنا ورکړې اسانتياوې برابرې کړي.
په همدې حال کې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رئيس وايي، ننګرهار يې هم د تاجکستان د وارداتي برېښنا له مزو سره وصل کړ، چې په دغه ولايت کې به د برېښنا ستونزه ورسره حل شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د سل مېګاواټه لمريزې برېښنا د جوړېدو لپاره د يو لوی پارک چارې پيل شوې، چې د مسولينو په وينا هر سوداګر کولی شي، دغلته د لمريزې برېښنا د توليد په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزير انجينر محمد ګل خلمي چې ننګرهار ته يې د يو شمېر برېښنايي پروژو د پرانستې لپاره سفر کړی و خبريالانو ته وويل، چې د ولسمشر د حکم له مخې د ټولو ولايتونو د برېښنا ستونزو د حل لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
په ورته وخت کې د برېښنا شرکت رييس امان الله غالب وايي، د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې يې د لمريزې برېښنا د توليد په خاطر د سل ميګاواټه په ظرفيت يو پارک بنسټ ډبره هم کېښوده.
د يادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې دبرېښنا درې ټرانسفرمرونه فعال و، چې د ۵۶ مېګاواټه برېښنا ظرفيت يې درلود.
فرهاد شهراني

Comments