ننګرهار کې انتحاري برید شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې پلازمینه جلال آباد ښار کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفتر مخته د یوه رد شوي کاندید د پلویانو په اعتراضه غونډه کې انتحاري برید لږترلږه ۲ تنه وژلي دي.
په دې برید کې، چې نن له غرمې وړاندې په ۱۱ بجې او ۲۰ دقیقې د رد شوي کاندید جاوید زمان د پلویانو په اعتراضي غونډه کې وشو، څلور تنه نور ژوبل شوي دي.
روغتیايي مسوولان وايي چې په ټپیانو کې د یوه حال نازک دی. د ننګرهار د والي ویندوی عطالله خوږیاڼي هم ویلي چې ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.
جاوید زما د پخواني جهادي قوماندان حاجي زمان زوی دی.
تراوسه پورې چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې هم طالبان او هم داعش دا ډول بریدونه کوي خو په دې ولایت کې د پخوانیو جهادي قوماندانانو ترمنځ پر سیالیو هم سترګې نه شي پټېدای.
فرهاد شهراني

Comments