ننګرهار کې افغان ځواکونود داعش ډلې استخباراتي مسول له یوه بل ملګري سره یوځای نیولی دی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار ولایت درسنیو له مرکزڅخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي،چې افغان ځانګړو ځواکونو دننګرهار ولایت دبهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې د داعش وسلوالو استخباراتي مسول معین اضغر له یوه بل ملګري فریدالله سره یوځای ژوندی نیولي دي.
اعلامیه زیاتوي،چې له نیول شوو کسانو سره ګڼ شمیر وسلې،مهمات ،پاکستاني هویت کارتونه او اسناد ترلاسه کړي دي.
فرهاد شهراني

Comments