ننګرهار کې ازبک جنګیالي وژل شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ختیځ کې د ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د شیرزاد ولسوالۍ توتو سیمه کې عملیات کړي دي.
اعلامیه کې چې د عملیاتو په پایله کې یې د یو شمېر ازبک جنګیالیو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
اعلامیه کې دا نه ده روښانه شوې چې څومره بهرني ازبک وسله وال وژل شوی دي، خو وايي چې دغه بهرني وسله وال طالبانو او القاعده شبکې په شریکه سیمې ته راوستلي وو.
ختیځ زون کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند جګړن هارون یوسفزي وویل ، د تېرې شپې په هوايي او ځمکني عملیاتو کې د طالبانو دوه مهم مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار خوږیاڼي هغه سیمه ده چې د طالبانو تر څنګ پکې داعش وسله وال هم فعالیت کوي چې د افغان ځواکونو له بریدونو او عملیاتو خوندي نه دي.
فرهاد شهراني

Comments