ننګرهار: ځانمرګي برید ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې ځانمرګي برید کې پنځه کسان شهیدان شوي او لس نور ټبيان دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، پلي ځانمرګي بریدګر د جاوید زمان په ملاتړ جوړې شوې غونډې په څنډه کې چاودنه کړې.
زمان د اختر له څلور ورځني ځنډ وروسته نن سهار بیا په جلال آباد ښار کې د ټاکنو کمېسیون دفتر مخې ته اعتراضیه غونډه پیل کړه .
په دغه برید کې جاوید زمان ته زیان نه دی اوښتی.
چارواکو ډاډ ورکړی وو چې په ټول هېواد کې به د ټاکنو کمېسیون ولایتي او مرکزي دفتر مخې ته خېمې راټولې کړي.
په کابل کې یي دا کار وکړ خو په ننګرهار کې لا هم د جاوید زمان په ملاتړ اعتراضیه غونډه دوام لري.
دغه شمېر کسانو وروسته له هغې اعتراض پیل کړ چې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نوماندانو له وروستي نوملړه ۳۵ کسان ووېستل.
فرهاد شهراني

Comments