ننګرهار په لسګونو مېرمنو د یولاریون په ترڅ کې د طالبانو غوښتي چې جګړه ودروي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې پرون یکشنبه لسګونه ښځو د یو سوله‌ییز لاریون په ترڅ کې د طالبانو وغوښتل چې جګړه ودروي.
دوی وايي: ؛موږ سوله غواړو، زموږ بې‌ګناه افغانان هره ورځ وژل کېږي او په شهادت رسېږي. زموږ غوښتنه د طالبانو دا ده چې چې نور باید جګړې ته د پای ټکی کېږدي، نور د پردیو خبرو ته باید غوږ ونه‌نیسي او دغه شته ستونزې دې باید د خبرو له لارې حل کړي.”
دغو ښځو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده دغه‌راز له طالبانو وغوښتل چې لانجې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.
په جلال‌اباد کې دغه ښځې د سولې په پار دغه لاریون داسې مهال کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په اکثرو سیمو کې حملو ته زور ورکړی دی.
فرهاد شهراني

Comments