ننګرهار: پنجابی وسله وال وژل شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، د یو پنجابي قوماندان په ګډون درې داعش ترهګر و وژل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، اچین ولسوالۍ عبدالخیلوسیمې باغدرې سیمه کې تېره شپه بې پیلوټه الوتکې پرلپسې هوایي بریدونه کړي.

د خوږیاڼي په خبره، بریدونو کې د اسلم فاروقي په نوم د داعش ډلې یو تن پنجابي قوماندان په ګډون درې داعشیان ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات تخریب شول .

په دې پېښه کې بل چاته کوم زیان ندی اوښتی .

فرهاد شهراني

Comments