ننګرهار: پر طالبانو عملیات شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: افغان چارواکي په ننګرهار کې د طالبانو د وژلو او نیولو خبر ورکوي.
راپورونه وایي، چې تېره ورځ یي د مومند درې ولسوالۍ په څاګي سیمه کې د کمېن پرمهال درې طالبان وژلي او دوه یي ټپيان کړي دي.
یوه بله سرچینه وایي، تېره ورځ یي د بټي کوټ ولسوالۍ په سرګردان سیمه کې څلور طالبان نیولي دي.
سرچینه وایي، دغو طالبانو په سیمه کې له خلکو عشر او ذکات ټولو.
طالبانو د شوو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments