ننګرهار: پر طالبانو عملیات شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وايي، دوه ولسوالیو کې ۷ وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته او دوه قوماندانان ونیول شول . ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د دې ولایت په اچین،چپرهار او خوږیاڼو ولسوالیو کې د بېلابېلو هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې دوه داعش او درې وسله وال طالبان وژل شوي،دوه وسله وال طالبان ټپيان دي او د داعش او طالبانو یو، یو قوماندان ژوندي نیول شوي دي . د خوږیاڼي په خبره، ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ دیوانه بابا سیمه کې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي،همدا راز د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو د مولوي عزیز په نوم د داعش ډلې یو قوماندان ژوندی نیولی،چې ژر به رسنیو ته هم وښودل شي. خوږیاڼي وایي، همدا راز د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو ځواکونو په بریدونو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي،دوه ټپیان دي او د دوی درې عرادې موټر سایکلې لمنځه وړل شوي دي،همدا راز د عطاالله په نوم د دوی یو سیمه ییز قوماندان چې د جګړې له سیمې د تېښتې په حال کې وو،د یو میلی کلاشینکوفیوې مخابرې،لاسي بم او نورو توکو سره یو ځای ژوندی ونیول شو. فرهاد شهراني

Comments