ننګرهار: پر داعش مرګوني بریدونه شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: ختیځ کې د۲۰۱سیلاب قول اردو وايي، د ننګرهار په نازیان ، اچین او هسکه مېنه ولسوالۍ ۲۴ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د۲۰۱سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین اقافقیري وایي، تېره ورځ ناوخته د ننګرهار په نازیان او اچین ولسوالیو کې ځانګړو ځواکونو هوایي بریدونه کړي ، چې په ترڅ کې یې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي .
فقیري وایي په ورته مهال د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې دداعش او افغان ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې یو داعش وژل شوی او یو بل ټپي دي .
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply